iqna

IQNA

بچوې
اسلامی وحدت
ایکنا-(تهران) د یمن لوی مفتي شمس الدین شرف الدین ،د اسلامی وحدت په نړیوال سمینار کې پخپلې وینا کې امریکا او اسرائيل په پاکستان کې د وروستیو بوږنونکو حملو پشمول  په اسلامی هیوادونو کې  دترهه ګرو حملو تر شا وبلل او وې وئيل، د خدای کتاب  او د رسول الله(ص)  دسنت ارزښتونو ته د اسلامی امت پابندي  له ترهه ګرۍ او تکفیریّت سره  دمقابلې لاره ده .
د خبر لمبر: 3488045    خپرونې تاریخ : 2023/10/02

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت په تهران کې د اسلامی وحدت داوه دیرشم نړیوال کنفرانس پرانیستونکي دستورې نن سهار د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسی په شتون او وینا سره    د سرمشریزې په  هال کې پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3488043    خپرونې تاریخ : 2023/10/01

د اسلامی  وحدت نړیوال کنفرانس
ایکنا-(تهران) د اسلامی وحدت داوه دیرشم نړیوال کنفرانس  چې د وبینار له لارې ترسره کیږي، په دوهمه ورځ د ایران او اسلامی هیوادونو  یو شمیر شخصیّتونوپخپلو ویناؤ کې خپل نظرونه او  نظرئې وړاندې کړې.
د خبر لمبر: 3488035    خپرونې تاریخ : 2023/10/01

د پاکستان د بلوجستان صوبې د کویټه ښار د سفیر جامع جومات د جمعې امام او د اهل تسنن یو غوره دیني عالم  مولوی قاری عبدالرحمان نورزي ټينګار وکړ، دا د اسلامی  جمهوریت رسالت دی چې د ایران او نورو اسلامی هیوادونو په عالمانو اومتفکرانو ترمینځ دارتباط له لارې دوي د ایران له اسلامی انقلاب سره آشنا کړي او ددغه غورځنګ لیدتوګې د نورو اسلامی هیوادونو لپاره بیان  کړي.
د خبر لمبر: 3487457    خپرونې تاریخ : 2023/06/11

ایکنا-(تهران)په اردن کې د ښاغلوپه برخې کې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو دیرشم پړاؤپرون شپه په داسې حال کې د اردن د پاچا ملک عبدالله دوهم په شتون سره  او د پنځو غوره کسانو په ستاینې سره  پاي ته ورسید چې په دغو سیالیو کې د ایران استازي کوم مقام ترلاسه نه کړئ شو.
د خبر لمبر: 3487213    خپرونې تاریخ : 2023/04/18

ایکنا-(تهران) د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر د قدس د نړیوالې ورځې رانزدیکیدا ته په اشارې سره ووئيل، په دغې لوئې ورځې باید د نړۍ مسلمانان د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د خپل اعتراض چغه پورته کړي او قدس او اقصی جومات باید داسلامی نړۍ د وحدت او یووالي چورلیز شي.
د خبر لمبر: 3487173    خپرونې تاریخ : 2023/04/12

ایکنا-(تهران)د پاکستان خارجه  وزیر بلاؤل بهټو زرداري پرون ناوخته په اسلام اباد کې د ایران له سفیر سید محمد علی حسیني سره  دخداي په آمانۍپه اړه په کتنې کې  چې په دغه هیواد کې ئې ماموریت پاي ته رسیدلی،د  ایران او عربستان د ډيپلوماټيکو اړیکو بیرته پیلیدا ډیره  مهمه  چاره  او  یو سټراټژيک اقدام وبالۀ.
د خبر لمبر: 3487172    خپرونې تاریخ : 2023/04/12

ایکنا-(تهران) د پاکستان ولسمشر عارف علوي په نیواکي فلسطین(اسرائیلو)  کښې د حالاتو خرابیدل او په الاقصی جومات کښې په لمونځ ګزارو باندې بریدونه هم د نړۍ د مسلمانانو د اندیښنې او د غم سبب وبلل او په نړۍ کښې د مسلمانانو پرضد د توپیر او په هند براعظمګي کښې د مسلمانانو د ځپلو او د هغوې د حالت په هکله یې هم اندیښنه څرګنده کړه.
د خبر لمبر: 3487168    خپرونې تاریخ : 2023/04/11

ایکنا-(تهران) د ګرګان ولایت د آزاد اسلامی پوهنتون دغونډو په هال کې په دوه ورځني سمینار کې د اسلامی وحدت په مناسبت درې ټوکه کتابونه او نرم آوزارونو په لسګونو مقالې هم نندارې ته وړاندې شوی.
د خبر لمبر: 3486909    خپرونې تاریخ : 2023/02/16

ایکنا-(تهران)ّپه سویډ او نورو لویدیځي هیوادونو کې د قرآن کریم او اسلامی سپيڅلتیاؤ ته سپکاوي په تهران کې د اسلامی امت د وحدت او رسندویو په لومړني نړیوال کنفرانس کې په کلکه محکوم شو.
د خبر لمبر: 3486829    خپرونې تاریخ : 2023/01/31

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: هغه کسان چي د قرآن شریف او د مبارک پیغمبر سپکاوی کوي، باید پوه شي چي په دې کار سره د ټوله بشریت او د ټولو ابراهیمي مذاهبو د سپکاوی معنا ورکوي.
د خبر لمبر: 3486807    خپرونې تاریخ : 2023/01/26

ایکنا-(تهران)د پاکستان د مذهبی چارو وزیر مفتی عبدالشکور سردارخان له صهیونیسټي رژيم سره د څو اسلامی هیوادونو داړیکو د عادي کیدا او پر اسلامی نړۍ ئې داغیزو په باب ووئيل،له اسرائيلو سره دځينو هیوادونو د اړیکو عادی کیدا په علمی او سیاسي مسئلو کې ددغو هیوادونو د کمزورتیا په دلیل ترسره شوي  او دوي له صهیونیسټانو سره  اړیکو ته مجبوره شوي دي.
د خبر لمبر: 3486345    خپرونې تاریخ : 2022/10/20

ایکنا-(تهران)په لندن کې د انګلستان د اسلامی مرکز په همت سره دشیعه و سني متفکرانو او عالمانو په شتون سره د اسلامی وحدت څلورویشتم کنفرانس په لندن کې جوړ شو او د اسلام ضده بروسې او په لویدیځ کې ئې پر زیاتیدا غور او بحث وشو.
د خبر لمبر: 3486340    خپرونې تاریخ : 2022/10/19

ایکنا-(تهران)د پاکستان دمذهبی چارو وزیر په  اسلامی امت کې دتکفیریّت خطرې ته په اشارې سره  روښانه کړړه ،تکفیرپه اسلامی نړۍ کې یوه ستره ستونزه ده او تکفیری فتواګانو دمسلمانانو لپاره ډير مشکلاتو راولاړ کړي دي.
د خبر لمبر: 3486321    خپرونې تاریخ : 2022/10/13

ایکنا-(تهران) د نیجریه د اسلامی غورځنګ  رهبر شیخ ابراهیم الزکزکي  له العالم ټيلیویژنی چینل سره په خصوصي خبرو کې  په دې خبرې کولو سره چې  هیوادونو په تیره  بیا  مسلمانانو دایران له اسلامی جمهوری نظامه بیلګه اخستې ،ټينګار وکړ،  عربستان د امرککیا او بریتانیا په نیابت سره د نیجریه د شیعیانو په ضد جنایتونه  کوي. 
د خبر لمبر: 3486318    خپرونې تاریخ : 2022/10/12

ایکنا-(تهران)د اسلامی وحدت د شپږدیرشم نړیوال په  اوم وبینار کې حاضرو عالمانو او متفکرانو پخپلو ویناؤ کې ټينګار کړیچې د مذهبونو نزدیکت او اسلامی وحدت یو داسې ضرورت دی چې د پیغمبراکرم(ص)په سنت او سوچه اسلام کې ریښه لري او د اسلام د مقدس دین یو ضرورت دی.
د خبر لمبر: 3486313    خپرونې تاریخ : 2022/10/11

داهل سنت یودینی عالم،اسلامی و حدت
ایکنا-(تهران)د ایران داهل تسنن د دیني مدرسو دپلانونې دشورا یوه مسئول مقام شیخ خلیل افرا ووئیل په ایران کې داهل سنت ځیني دیني مدرسې تر دوو زرو پورې طلبه  لري یا دا چې مونږ د اهل سنتو مخصوصې  زیات ګډون کونکو باندې مشتمل دجمعې لمانځونه  اداکوو،ځيي داپوښتنه کوي آیا په ایران کې داهل سنت جومات  شته؟چې زه ورته وایم په ایران کې اهل تسنن  اولس زره شپږسوه جوماتونه لري.
د خبر لمبر: 3486309    خپرونې تاریخ : 2022/10/10

تهران (ایکنا) -د پاکستان مذهبي او رسندويي شخصیتونو وویل،د امریکې او صهیونیسټي رژيم له اسلام ضده دسیسو سره مقابله په اسلامي نړۍ کښې وحدت او یووالي ته اړتیا لري
د خبر لمبر: 3485709    خپرونې تاریخ : 2022/04/20

تهران (ایکنا) - په افغانستان کې د طالبانو د موقتې  حکومت د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د اسلامي مذهبونو تر مینځ د وحدت او له داعش ترهګري ډلي سره د مبارزې د ضرورت په اړه د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د وروستیو وېناو هرکلی وکړ.
د خبر لمبر: 3484857    خپرونې تاریخ : 2021/10/26

نړیواله ډله: د نړۍ د نوی هیوادونو څخه د کابو څلور سوه متفکرانو دینی عالمانو او سیاسی شخصیتونو په ګډون سره د اسلامی وحدت درې ورځنی درې دیرشم نړیوال کنفرانس بیګا په تهران کې پای ته ورسید.
د خبر لمبر: 3482508    خپرونې تاریخ : 2019/11/17